تازه خبرونه

افغان ځواکونو د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالي ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

تېره شپه ناوخته افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالي بیرته ونیوله.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه راغلي؛ په دغو عملیاتو کې، چې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال هم په کې برخه درلوده؛ دوه سوه شل وسلوالو طالبان وژل شوي او ټپیان دي.

خبرپانې په ډاگه کړې، چې د دغو عملیاتو په پایله کې یوه اندازه وسلي او مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او دا مهال په دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي وايي،دولتي ځواكونو موسى كلا ولسوالې په تكتيكي توگه پريښې وه، چې د يكشنبې په شپه د افغان ځواكونو په عملياتو كې بېرته ونيول شوه.

هغه زیاتويگ ځينې لوړ پوړي چارواكي د دې جگړې د رهبرۍ په موخه راغلي او يو شمېر نورې سيمې به هم تصفيه شي، چې ناامني په كې دوام لري.

هغه وايي په دې جگړه کې له وسلوالوطالبانوسره بهرني جنگيالي هم مل شوي؛ خو په دې برخه کې دوی کره شواهد په لاس کې نه لري او د سيمې اوسيدونکیو ورته په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د هلمند والي وايي په موسى كلا ولسوالۍ كې له تېرو څو ورځو په اوږدو کې هوايي اوځمکني عمليات ټول د افغان ځواکونولخوا پرمخ بيول شوي اوتراوسه پورې بهرنيوځواکونوله دوی سره په دې عملياتوکې مرسته نه ده کړې اونه هم دوی ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې دا مهال ددې ولايت په خانشين سرحدي ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونولخوا عمليات روان دي.

Trending

Exit mobile version