تازه خبرونه

افغان ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې پرمختګ كړى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند ولایت کې چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې پرمختګ كړىدى.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجيرسيمه د لښکرګاه لويديځ په اته کيلومترۍ کې پرته ده، چې د تېرو درې ورځورا په ديخوا په كې درنده جګړه روانه ده.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، د دې ولسوالۍ په چاه انجير سيمه كې د پنجشنبېراهيسي هوايي او ځمكني عمليات روان دي، چې تراوسه په كې دېرش وسلوال وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، په دې جګړه كې دوه سرتېري هم وژل شوي او اووه نورټپيان دي.

د والي وياند  په ډاګه کړې، چې وسلوال مخالفين که څه هم د خلکو په کورنوکې پټ دي؛ خو د ملکي مرګ و ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړشوي.

د هلمند د ولايتي شورا منشي عطاالله افغان پر دې عملياتو نيوکه کوي او وايي، که  عمليات سم پلان او عملي شي؛ نو وسلوال به سيمه پريږدي.

د سيمې ځينې اوسيدونكي وايي، چې په دې جګړه كې ملكي خلكو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د چاه انجيرد سيمې اوسيدونکی حکمت الله څرګندوي؛ د دوی په کورنو کې د هاوانونو ګولۍ پريوتي، چې د دوی د کورنيوغړیوته يې مرګ و ژوبله اړولې ده.

د چاه انجير یو بل اوسيدونکى امان الله په دې برخه کې دولتي سرتيري ګرم بولي؛ خو چارواکي وايي، چې  وسلوال مخالفين د خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه کاراخلي او تراوسه دوی ته د ملکي مرګ و ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړشوي.

امنيتي چارواكي دغه راز په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو په نهرسراج ولسوالې كې د هلمند- کندهار پرلويه لار يو پولګوټی پر ماين الوځولی دى.

خبریال: نعمت الله زهير.

Trending

Exit mobile version