تازه خبرونه

افغان ځواکونو د کابل په شکر دره کې طالب قومندان نیولی

Published

on

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې ملا اختر نومی طالب قومندان د عبدالمنان زوی تېره شپه د شکر درې ولسوالۍ د صالح خېلي او بویه زر په اړوند سیمو کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ نوموړي د ​​شکر درې ولسوالۍ په وروستیو تروریستي او تخریبي فعالیتونو کې لاس درلود او د زور له لارې یې د شکر درې له اوسیدونکیو پیسې اخیستې.

ویل کیږي، چې ملااختر د اړوند سیمې په ناامنیو کې پراخ لاس لره.

طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ افغان ځواکونو یو ملکي وګړی نیولی، چې تکسي چلوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره اوونۍ هم افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړل؛ خو هغه مهال ویل شوي وه، چې پېنځه وسلوال یې وژلي او دوه نور شوي دي.

په وروستیو اوونیو کې لړ بریدونو او چاودنو د کابل ښاریانو اندېښنې هم راپارولي دي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې له یوې اوونۍ راپدیخوا د شکردرې یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو د شتون او د امنیتي ځواکونو د چانیزو عملیاتو له کبله له اړوند سیمو تښتیدلي دي.

Trending

Exit mobile version