تازه خبرونه
افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندانه ۲۷ بندیان راخوشې کړي
د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۷ کسان یې ترې ژغورلي دي.
د ملي دفاع وزارت په څرګنده کړې، چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات تر سره کړي دي.
د یادې سرینې د خبر پاڼې له مخې، د عملیاتو په بهیرکې د یوه پخواني پوځي په ګډون ۲۷ کسان له طالبانو څخه ژغورل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: دغه بندیان د بند پر وخت اسلامي او انساني ارزښتونو ته له درناوی پرته طالبانو ډېر ځورولي او کړولي دي.
د عملیاتو په بهیر کې د طالب بندیانو یو ساتونکی وژل شوی او د طالبانو ځینې وسلې او مهمات افغان ځواکونو تر لاسته کړي دي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
