تازه خبرونه

افغان چارواکو د ماشومانو د کنوانسیون پېنځه ویشتمه کلیزه ونمانځله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان په داسې حال کې دغه ورځ نمانځي، چې شاوخوا درې میلیون افغان ماشومان سوال کوي.

مسوولین وايي، چې په ډوډۍ پسې د لالهاندو ماشومانو په شمېرکې پنځوس په سلو کې لږوالی راغلی، خو اوس هم روان وضعیت د اندېښنې وړ دي.

د ماشومانو د کنوانسیون د نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمېرافغان ماشومانو له جگړې او وژونو سره د مخالفت په څرگندولو د سولې او ثبات هیله وکړه.

دویهغه ماشومان دي، چي لږ تر لږه ورته د زدکړو زمینه ورته برابره ده؛ خو له دوی سره د خپلو نورو هغو همزولو غم هم دی، چې له پوهې لیرې او کورنۍ ته د ډوډۍ د پیداکولو دروند پیټي ور په غاړه دي.

چارواکي زیاتوي، چې د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره مرسته شوې پیسې او پروگرامونه په لار اچول شوي، خو کومه مرسته یې نه ده کړې.

د یادونې وړده، چې افغان ماشومان مناسب بشري حقوق نه لري؛ جنسي تاوتریخوالی، شاقه کارونه او له ښوونې او روزنې لیرې پاتې کیدل یې بنسټیزې ستونزې دي، چې تر دې دمه لیرې شوې نه دي.

Trending

Exit mobile version