لوبی
افغان کرکت ملي لوبډله راتلونکې میاشت یو ځل بیا له پاکستان سره مخ کیږي
Last Updated on: وږی ۱۹, ۱۴۰۱
د افغانستان کرکت ملي لوبډله به راتلونکې میاشت په آسترالیا کې د شل آوریز نړیوال جام له پیل مخکې له بنګله دیش او پاکستان سره د چمتو کېدو مخامخ لوبې ولري.
د هېواد کرکت ملي لوبډله به د بنګله دېش پر وړاندې د تلې/ میزان پر پېنځه ویشتمه او د پاکستان پر وړاندې پر اووه ویشتمه نېټه د آاسترالیا په بریزبن ښار کې لوبه وکړي.
د کرکت نړیوالې شورا د پنجشنبې پر ورځ د شل آوریز نړیوال جام د چمتوالي سیالیو مهالوېش اعلان کړ. په دغه تورنمنت کې شپاړس لوبډلې ګډون لري.
شل آوریز نړیوال جام به د تلې پر څلیریشتمه / د اوکتوبر پر ۱۶ د سریلانکا او نمیبیا تر منځ له لوبې سره پیل شي.
په دې تورنمنت کې به د افغانستان کرکت ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه د تلې پر ۳۰ / د اوکتوبر پر ۲۱ له انګلستان سره ترسره کړي او د لړم/ عقرب پر څلورمه / د اوکتوبر ۲۶ نېټه به له نیوزیلند سره مخ شي.
