تازه خبرونه

افغان کرکت ملي لوبډله زیمبابوې ته په ۵۹ منډوماته ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هندوستان په ناګپور ښار کې د کرکت د نړیوال جام په شل آوریزو سیالیو کې افغان کرکت ملي لوبډلې تېره ورځ په درېیمه لوبه کې زیمبابوې ته په ۵۹ منډو تاریخي ماته ورکړه.

افغان کرکت ملي لوبډلې لومړی د لوبې پچه وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه ، چې په شل آورونو کې یې د شل لوبغاړیو په سوځیدو زمبابوي ته یې  د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه او زمبابوي د ټولو لوبغاړیو په سوځیدو ونه کړای شوه، چې ټاکل شوې موخې ته ورسیږي.

دغه لوبه له دې امله تاریخي ارزښت لري، چې افغان ملي لوبډلې وکړای شول د دغو سیالیو دوه یم پړاو ته ورشي او د لس غوره لوبډلو په منځ کې ولوبیږي .

له دې مخکې افغانستان سکاتلیند او هانکانګ ته ماتې ورکړې وې.

افغانستان به په دوه یم پړاو کې له سریلانکا سره د لوبې ډګر ته ځې.

Trending

Exit mobile version