لوبی

افغان کرکټ لوبډلې په وروستۍ ۵۰ آوریزه لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۰)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې پر ورځ د پنځوس آوریزو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته په اووه ویکټو ماتې ورکړه.

بنګله دېش لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه او په پای کې یې د ۴۶.۵ آورونو په لوبولو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

لیټن داس ۸۶ منډې وکړې، چې د لوبډلې په غړیو کې تر ټولو زیاتې منډې دي.

په دې لوبه کې راشد خان درې لوبغاړي او محمد نبي دوه بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې په ۴۰ آورونو کې ۱۹۳ منډې جوړې کړې؛ رحمن الله ګربز ۱۰۶، رحمت شاه ۴۷ او ریاض حسن ۳۵ څلوریزې وهلې دي.

د پنځوس آوریزو سیالیو لړۍ د چارشنبې پر ورځ د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې پیل شوې وه او کوربه هېواد لومړۍ دوه سیالۍ وګټلې.

ټاکل شوې د ۲۰ آوره لوبو لړۍ، چې دوه لوبې په کې دي؛ د پنجشنبې پر ورځ پیل شي.

Trending

Exit mobile version