سیمه ییز خبرونه

افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه یمه تمریناتي سیالي د متحده عربي اماراتو له لوبډلې وگټله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو تمریناتي لوبو په ترڅ کې نن د هيواد کرکټ ملي لوبډلې خپله دوه یمه تمریناتي سیالي د متحده عربي اماراتو له لوبډلې وگټله.

د لوبې پچه افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر وگټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان توپوهونکیو د سیالۍ په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړیو په سوځیدو ۳۰۸ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۰۹ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې یې سمیع الله شینواري ۵۸ او نجیب الله ځدراڼ ۴۶ منډې جوړې کړې.

سیالې لوبډلې ورکړشوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۹ اوور کې یې د ټولو لوبغاړیو په سوځیدو۲۹۴ منډې جوړې او سیالي یې د افغان ملي لوبډلې په گټه پای ته ورسوله.

د افغان توپ اچوونکیو له لوري آفتاب عالم د سیالې لوبډلې ۳ او محمد نبي عیسی خيل ۲ لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش ټولو هيوادوالو ته د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې په وړاندې د هيواد کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي سیالۍ گټلو مبارکي وئاندي کړه.

نوموړی وایي چې، ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې ډېرې ښې لوبې ترسره کړي او د هر ډول سیال پر وړاندې به په قوي مورال د لوبو ډگر ته درومي.

اجرائیوي رییس شفیق الله ستانکزی د نننۍ لوبې گټل په راروانو رسمي سیالیو کې د بریالیتوبونو په معنا بولي.

نوموړی وایي، چې نن ملي لوبغاړیو هم د توپ اچونې او هم د توپوهنې په برخه کې له ځانه ښې وړتیاوې وښودلې او د لوی خدای ج په مرسته به په نړیوالو رسمي سیالیو کې ښه وځلیږي.

افغانستان ته تېره ورځ په دوستانه لوبو هند ماته ورکړې وه.

Trending

Exit mobile version