تازه خبرونه
افغان کډوال باید ژر خپل هېواد ته ستانه شي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
پاکستان وایي،چې افغان کډوال باید ژر خپل هېواد ته ستانه شی.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنیدنه یوه اړتیا بللېاو له نړیوالېټولنې یې غوښتي،چې دې موخې ته د رسیدو په خاطر دېله پاکستان سره یو ځای کار وکړي.
نوموړي د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمیشنر فلیپو ګرنډي سره په لیدنه کې ویلي،چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېرته ستنول سیمه کې د پراختیا او دومداره سولې لپاره د پاکستان اساسي او سمې هڅې دي.