لوبی
افغان ۱۹ کلنه لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي
د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډله به د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام په یو ورځنیو سیالیو کې برخه اخلي.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۱۴ نېټه په ویسټ انډیز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل او د فبرورۍ تر ۴ نېټې به روانې وي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د یادو سیالیو په درېیم ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پاپو نیو ګیني لوبډلو سره مخ کېږي. د دغو سیالیو په لړ کې به افغان لوبډله د جنورۍ میاشتې پر ۱۶مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې د ترینداد او ټوباګو ټاپو په ډیګو مارټن لوبغالي کې مخ شي.
کرکټ بورډ په ډاګه کړې؛ د افغان ځوانانو لوبډله به خپله دوه یمه سیالي هم په همدې لوبغالي کې د جنورۍ میاشتې پر ۱۸مه نېټه د پاپو نیو ګیني لوبډلې پر وړاندې وکړي، خو په لومړي پړاو کې به خپله وروستۍ سیالي د همدې ټاپو په براین لارا کرکټ روزنځي کې د پاکستان پر وړانډې ترسره کړي.
ویل کیږي، چې د افغان لوبډلې په ګډون به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې د یادو سیالیو له پیل وړاندې ۲-۲ روزنیزې سیالۍ هم ترسره کړي، چې د جنورۍ میاشتې له ۹ څخه به تر ۱۲مې نېټې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان نولس کلنه لوبډله د یادو سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.