لوبی

افغانستان له بنګلادېشه د درې منډو په توپیر ماتې ومنله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د آسیا جام په سیالیو کې افغان لوبډلې یوه بله زړه وړونکې لوبه ترسره کړه؛ خو د تېر په څېر یې یو وار بیا په وروستي آور کې د درې منډو په توپیر ماتې وخوړه.

بنګله دیش افغانستان ته د ۲۵۰ منډو هدف ټاکلی و.

په ځواب کې افغانستان د ۷ ویکتو په پریوتو ۲۴۶ منډې وکړې.

د افغانستان له توپ وهونکیو حشمت الله شهیدي تر ټولو ښه وځلید او ۷۱ منډې یې وکړې.

محمد شهزاد هم په دې وتوانید، چې نیمه سلیزه جوړه کړي هغه د ۵۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځید.

اصغر افغان ۳۹ منډې، محمد نبي ۲۸ منډې او سمیع الله شینواري بیا ۲۳ منډې وکړې؛ خو نور توپ وهونکي ښه ونه ځلیدل او لوبه داسې جالب ځای ته ورسیده، چې په ۶ توپونو ۸ منډې پاتې شوې؛ خو افغان لوبغاړي ونه توانیدل، چې دا منډې تر سره کړي او لوبه یې په ۳ منډو وبایلله.

دغه مهال د افغانستان ۷ لوبغاړي سوځیدلي وه.

ټاکل شوې افغان لوبډله خپله وروستۍ لوبه له هندي لوبډلې سره ترسره کړي، چې تر دې مه یې په دغو لوبو کې هیڅ ماتې نده خوړلې.

د یادونې ده، چې افغان کرکت ملي لوبډلې له دې مخکې پاکستان ته هم لوبه بایللې وه.

Trending

Exit mobile version