تازه خبرونه

افغان حکومت د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره ځواکونه ګمارلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 امنیتي بنسټونه وایي، د ټاکنو له ۵ زره ډېرو او ۲۱ زره سیمو د امنیت ساتنې لپاره ۵۴ زره ځواکونه ګمارل شوي، چې هوایي ملاتړ هم لري.

دغه بنسټونه وایي، ټولو ولایتونو ته ټاکنیز توکي رسیدلي؛  خو اوس هم د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د امنیت په تړاو اندېښمن دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، چې:  د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره پوځیان ګومارل شوي دي. 

د امنیتي ځواکونو تر څنګ هوایي ځواک هم د ټاکنو امنیت ساتي او دغه راز دغو ځواکونو ټاکنیز توکي ولایتونو ته رسولي دي.         

د ملي دفاع وزارت ویاند غغور جاوید وایي: د هر مرکز د امنیت ساتنه کوو، ټاکنیز توکي وررسوو او هیڅ راز ځنډ به په کې رانشي. 

څارونکي بنسټونه وایي، چې د ټاکنو په اړه اوس هم ګواښونه شته؛ نه نوماند خوندي دی، نه خلک او نه څارونکي بنسټونه.                

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ رییس یوسف رشید وایي، چې:  له یو ناورین سره مخ یو؛ هیڅوک خوندي ندي؛ نه څارونکي، نه کارکوونکي، نه رسنۍ، نه خلک او نه نوماندان.

په راروانو ټاکنو کې به له دوه زره ډېر رای مرکزونه تړلي پاتې وي. تمه ده، چې د پاتې ۵ زره او څو مرکزونو امنیت خوندي شي او په دې توګه ټاکنې د ترسره کیدو مشروعیت ومومي.               

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version