تازه خبرونه
افغانستان به څو کاله نور هم د امریکا مرستو ته اړ وي
یو شمېر امریکايي پوځي کارپوهانو نیویارک تایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکا په تېرو ۱۱ کلونو کې پر افغان هوایي ځواکونو ۸ میلیارد دالر ولګول؛ خو دا ځواکونه اوس هم پخپلو پښو نه دي ولاړ.
نیویارک تایمز ورځپاڼې د امریکايي پوځي کارپوهانو په حواله لیکلي، چې امریکا په تېرو ۱۱ کلونو کې د افغانستان پر هوايي ځواکونو ۸ میلیارد دالر لګولي؛ خو دا ځواکونه اوس هم پرمختګونو ته اړتیا لري. سرچینې زیاته کړې، چې افغانستان ممکن څو کاله نور هم د امریکا مرستو ته اړتیا ولري.
پخوانی پوځي محمد رادمنش وایي؛ په دې بهیر کې یا فساد شتون لري او یا دا، چې امریکا ندي غوښتي د افغانستان اردو معیاري جوړه کړي او یا په ځینو نورو مواردو دا پيسې لګول شوې دي.
له دې سره سم امریکايي ځواکونو خبرداری ورکړی، چې افغانان اوسمهال د امریکایي ځواکونو وتلو ته چمتو ندي.
دوی دا هم ویلي، چې دا کار ممکن له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو لپاره د دونالد ترمپ ستراتیژي پېچلې کړي.
افغان کارپوهان اداري فساد د مرستو د بې ځایه لګیدو اصلي لامل بولي.
پوځي کارپوه اسدالله ندیم ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو فوري وتل به په لومړي ګام کې هوايي ځواکونو ته ضربه ورکړي او د هوایي ځواکونو د جوړیدو پر ستراتیژۍ باید له سره کتنه وشي.
لدې وړاندې سیګار هم په کراتو له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر بې ځایه لګیدو نیوکې کړې دي. ملي دفاع وزارت په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
خبریال: اکبر لودین