پرمختګ او بشپړتیا
افغان بیسیم مخابراتي شرکت د کور څراغ نومی نوی سیستم فعال کړ
افغان بيسیم د دغه پروګرام له لارې خلکو ته د لمریزې برښنا تختې یا سولر په قسطي بڼه د وېش لړۍ پیل کړه.
افغان بیسیم مخابراتي شرکت خلکو ته د سولري یا لمریزې برېښنا آسانتیاوې برابرې کړې او پر خلکو سولر وېشي، چې پیسې یې په څو پړاوونو کې د موبایل له لارې تحویلیږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، چې برښنا ته د خلکو په لاسرسي کې به د افغان بیسیم دغه پروګرام ګټور تمام شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمدګل خلمي وایي؛ خوښ شوم، چې افغان بیسیم له لمریزې برښنا څخه د ګټې پورته کولو پروګرام پرانست.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولین وايي، چې دغه پروګرام باید په تولیدي برخو کې هم خلکو ته د برښنا زمینه برابره کړي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مرستیال عیسی قدرت وايي: هڅه کوو، چې له لمریزې برښنا ګټه پورته کول پراخه کړو.
لدې مخکې بیات پاور له ګازو څخه د برښنا د تولید پروژه پیل کړه، چې د برښنا شرکت د مسوولینو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.
د برېښنا شرکت رييس امان الله غالب وایي: بیات پاور ګروپ هم د برښنا د تولید لپاره ګامونه پورته کړي او هیله من یو، چې ډېر ژر له ګازي برښنا څخه د انرزۍ د تولید لیدونکي شو.
افغانستان په اوس وخت کې د اړتیا وړ برښنا د مرکزي آسیا له هېوادونو پېري.
خلک وايي، چې حکومت باید په کور د ننه د برښنا بندونه جوړ او خپلې اوبه مدیریت کړي.