تازه خبرونه
افغان حکومت به د سولې د خبرو په بهانه انس حقاني چا ته د ډالۍ په توګه ورنکړي- مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال ویلي، چې افغان حکومت به د سولې د خبرو په بهانه انس حقاني چا ته د ډالۍ په توګه ورنکړي او په دې اړه به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ پرېکړه وشي.
ولسمشرۍ ماڼۍ دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې د هیڅ هېواد په سپارښتنه او په هیڅ صورت کې به انس حقاني د سولې په پلمه د چا لپاره ډالۍ ورنکړ شي.
د شنبې پر ورځ( د کب ۴) د آریانا نیوز په یوه مناظره کې د ولسمشر د ویاند مرستیال سید شاه حسین مرتضوي دغه څرګندونې د طالبانو په مرکچي ډله کې د انس حقاني د نوم شاملولو په غبرګون کې کړي او د حکومت پر مخالفو سیاستوالو، چې د مسکو په ناسته کې یې له طالبانو سره مخامخ خبرې درلودې نیوکه کړې او دوی ته د بې پروګرامه او امتیاز غوښتوونکي اپوزیسون خطاب وشو او وایي، چې دغه سیاسي شخصیتونه د افغانستان په مهمو ناستو کې د خلکو د استازیتوب توان نلري.
د ولسمشر د ویاند مرستیال د طالبانو د مرکچي ډلې مشر عباس ستانکزی شرابي بولي او وایي، چې د مسکو په ناسته کې یې سیاست والو ته د اسلام پېژندنې درس ورکړ.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید شاه حسین مرتضوي وایي؛ ښاغلی ستانکزی، چې د ملا محمد عمر په پېر کې یې د شراب څښلو پر جرم ټيټه دنده درلوده؛ افغان سیاستوالو ته یې د اسلام پېژندنې درس ورکړ؛ خو زمونږ دغو ښاغلیو، چې ۱۷ کاله په حکومت کې دنده لرله د ستانکزي پر وړاندې یې د ولسمشر غني له حکومته دفاع ونکړه او د خپلو کارنامو او کړنو ننګه یې وړاندې کړه.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر او د مسکو ناستې برخوال عمر زاخېلوال د نوموړي خبرو ته په غبرګون کې څرګنده کړه؛ هغو کسانو، چې تاسې وایئ ستانکزي درس ورکړ؛ هغوی د اوسني نظام بنسټوال دي. په مسکو کې یې لکچر ندی اوریدلی، بلکې طالبانو ته یې لکچر ورکړی دی.
داسې ښکاري، چې د سولې بهیر په تړاو د حکومت او سیاسي څېرو تر منځ اجماع شتون نلري او دواړه خواووې متفاوت نظریات لري. هغه څه، چې د سولې هڅو په وړاندې یو کلیدي او کړکیچ زیږونکی خنډ ګڼل کیږي.
سیاسي فعال وحید مژده وایي؛ اشرف غني ونشو کولی، چې اجماع رامنځته کړي؛ شرایط تر ډېره د داکتر نجیب پېر ته ورته ښکاري. که حالات همداسې روان وي، هغه وخت کودتا وشو اوس کیدی شي ستر سیاسي بحرانونه رامنځته شي.
داسې خبرې کیدې، چې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو په لړ کې له زندان څخه د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د زوی او د سراج الحق حقاني د ورور انس حقاني خوشې کولو ته زمینه برابره کړي؛ ځکه د هغه نوم د مرکچي پلاوي په نوملړ کې راغلی دی.