لوبی

افغانستان له آيرلیند سره په لوبه کې ۷ نړيوال ريکاردونه جوړل کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان پرون د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د هندوستان په هرادون لوبغالي کې له آيرلیند سره د افغانستان اسلامي بانک په سيريزه کې ريکارد جوړوونکې شل اوريزه لوبه ترسره کړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې اووه نړيوال ريکاردونه جوړ کړل.

لومړی ريکارد: په شل اوريزه لوبه کې تر ټولو لوړ هدف پر ۲۷۸ منډو جوړول، چې لدې وړاندې دغه ريکارد پر ۲۶۳ منډو د نړۍ له پياوړې لوبډلې استراليا سره و، چې په ۲۰۱۶ کال کې يې د سريلنکا پر وړاندې جوړ کړی و.

دوه يم ريکارد: په شل اوريزه لوبه کې په يوه پاڼۍ (ایننګز) کې د يو لوبغاړي لخوا تر ټولو ډېرې ۱۶ شپيږيزې، چې حضرت الله ځاځي ترسره کړې. لدې وړاندې دغه ريکارد له آرون فينچ سره و، چې په يوه لوبه کې يې ۱۶ شپږيزې وهلې وې.

درېیم ریکارد: په شل اوريزه نړيواله لوبه کې په اوپنينګ ويکتو تر ټولو لوړه ملګرتيا ۲۳۶ منډې، چې په کې عثمان غني په ۴۸ توپونو ۷۳ منډې وکړې او بيا وسوځيد. لدې وړاندې دا ريکارد په ۲۰۱۶ کال کې د هندوستان په غوره ليګ سياليو يا آی پي ايل کې د ويرات کوهلي او ای بي ديويلر سره و، چې په ګډه يې ۲۲۹ منډې جوړې کړې وې.

څلورم ريکارد: په شل اوريزه لوبه کې په اوپنينګ ويکتو تر ټولو ډېرې ۲۳۶ منډې حضرت ځاځي او عثمان غني جوړې کړې لدې وړاندې آرون فينچ او ډي جي ايم ۲۲۳ جوړې کړې وې.

پېنځم ريکارد: حضرت الله ځاځي په يوازې ځان ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې لدې وړاندې په لومړي مقام کې آرون فينچ ځای لري، چې تېر کال يې د زيمبابوې پر وړاندې ۱۷۲ منډې جوړې کړې وې.

شپږم ريکارد: د نړۍ لومړۍ درجه توپ اچوونکي راشد خان په دې لوبه کې د آيرليند څلور لوبغاړي وسوځول، چې دا لوبه له آيرليند سره د افغانستان په ټولو ترسره شويو لوبو کې د راشد خان لخوا تر دې دمه په ۹ شل اوريزو لوبو کې ټولې ۲۴ ويکتې شوې. دا هم په ۹ شل اوريزو لوبو کې د يو بالر لخوا تر ټولو ډېرې ويکتې ترلاسه کول دي.

اووم ريکارد: په دغه لوبه کې د افغانستان لخوا ۲۷۸ منډې او د آيرليند لخوا ۱۹۴ منډې جوړې شوې، چې په ګډه ۴۷۲ منډې کيږي. دا د نړۍ په شل اوريزو لوبو کې درېيمې تر ټولو ډېرې منډې دي، چې له دې وړاندې په لومړي مقام کې انديا او ویست انديز ځای لري، چې په ګډه يې ۴۸۹ منډې جوړې کړې وې.

افغانستانه له آیرلينده په لوی توپير دغه لوبه وګټله او ټاکل شوې نن شپه يو ځل بيا له آیرليند سره مخ شي.

افغان لوبډلې له وړاندې له ايرلينده شل اوريزه لوبلړۍ يا سيريز ګټلی دی.

خبريال: اجمل درمان

Trending

Exit mobile version