تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ
د افغانستان د ملي امنیت مشاور د سې شنبې پر ورځ( د کب ۱۴) له غرمې وروسته په تاشکند ښار کې د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار داکتر ویکتور محمودوف سره ولیدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب او ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار داکتر ویکتور محمودوف پر بېلا بېلو موضوعاتو او په ځانګړې توګه له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر ګډې مبارزې، سرحدي همکاریو، د امنیتي بنسټونو په چوکاټ کې پر روغتیايي همکاریو، اقتصادي، بېخبنايي، مواصلاتي، تعلیمي او فرهنګي مرستو پر پراختیا بحثونه وکړل.
دغه راز د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو همدا راز له سیمه ییزې ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې اړوند د همکاریو د سند پر جوړیدو هم خبرې کړې دي.
داکتر محمودوف د افغانستان د سولې له بهیر سره د ازبکستان د ملاتړ دریځ روښانه کړی او په اړه یې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې خوندي کول یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت شونی دی.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان او ازبکستان د ګډ امنیتي کمیسیون بله ناسته به د ستراتېژيکو جزئیاتو او پلانونو ارزولو په موخه راتلونکی کال په کابل کې جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو د ملابرادر په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه پلاوي سره د سولې او امنیت په اړه خبرې کړې دي.