تازه خبرونه

افغان ځواکونو د ننګرهار شېرزاد ولسوالي له سقوط ژغورلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ځواکونو د ننګرهار د شېرزاد ولسوالي له سقوط ژغورلې؛ خو د دوه موتر بم بریدونو له کبله  د ولسوالۍ ودانۍ ویجاړه شوې ده.

شېرزاد د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې، له کلونو راپدیخوا یې د ولسوالۍ له انګړ پرته پر نورو سیمو طالب جنګیالي واکمن دي. د شنبې پر شپه وسلوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ د بشپړ سقوط په موخه پر ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ؛ لومړی یې د سیمه ییزو پولیسو د قرارګاه مخې ته او ورپسې د ولسوالۍ په دروازه کې دوه موتربم چاودنې تر سره کړې او وروسته یې پر ولسوالۍ جګړه پيل کړه، چې پېنځه ساعته ورسره اوږده شوه.

عطاالله خوږیاڼی د ننګرهار والي ویاند وایي، چې د طالبانو په برید کې دوه سرتېري وژل شوي او له شل ډېر ټپيان دي.

خوږیاڼی زیاتوي؛ د سرتېرو په خوابیه برید کې ۲۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي، چې ځینې په کې د نورو ولایتونو استوګن دي.

په ولسوالۍ کې د پاتې سرتېرو د ملاتړ لپاره سیمې ته نور سرتېري رسیدلي؛ خو یوې ځايي، امنیتي سرچینې آریانانیوز ته ویلي، چې د طالبانو د تېرې شپې په برید کې درې سرتېري وژل شوي او له شل ډېر ټپيان دي. د موتر بم بریدونو له کبله ولسوالۍ ته نږدې کورونه هم زیامن شوي او ملکي خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د سیمې اوسیدونکی ضیاالحق ویلي، چې په جګړه کې یې ورور ټپی شوی دی.

وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او د سلګونه سرتېرو د مرګ و ژوبلې ادعا یې کړې؛ خو چارواکي دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

شېرزاد ولسوالۍ ته غزېدلې لار بشپړه ناامنه ده او دغلته مخابراتي شبکې هم سم کار نکوي. له همدې کبله ترې اوس هم بشپړ کره معالومات ندي ترلاسه شوي؛ خو راپورونه وايي، چې امنیتي حالت ناسم او د اندېښنې وړ دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version