لوبی
افغان کرکت ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې سکاتلند مات کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په دې لوبه کې سکاتلند لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو۵۰ اورونو کې يې ۳۲۵ منډې جوړې کړې، د دوی لخوا ميکليود ۱۰۰ او کويتزر ۷۹ منډې جوړې کړې.
ګلبدين نائب، چې په لومړۍ سيالۍ تر ټولو زياتې ۳ ويکتې واخيستې، حميد حسن، چې ۳ کاله وروسته يوې ورځنۍ سياليو ته راستون شوی و ۲ ويکتې واخيستې او افتاب عالم هم دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د افغانستان لخوا رحمت شاه په زړه پورې سليزه ووهله، نوموړي ۱۱۳ منډې جوړې کړې، محمد شهزاد او حشمت شهيدي هم نيمه سليزې ووهلې، په وروستۍ کې د اصغر چټکو منډو جوړولو افغانستان ته بريا ورپه برخه کړه.