تازه خبرونه

افغان دولت او نړیواله ټولنه دې ښځو ته د زدکړو چاپېریال برابر کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اروپايي ټولنې له یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د افغانستان له یو شمېر مدني ټولنو سره په همغږۍ کې  ښځې د بدلون په درشل کې تر سرلیک لاندې تبلیغاتي کمپاین پیل کړی. د دغه کمپاین اصلي موخه دا ده، چې ښځو ته په سیاست او پوهنه کې د فعالیت ډېره زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د اروپا د مدني ټولنې او د موکراسۍ د بنسټ مسوول جانلوکه سولرا  وایي، دا پروژه افغان میرمنو ته په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د فعالیت زمینه برابروي. مونږ قانون جوړوونکي نه یو؛ خو پر قانون جوړوونکیو فشار راوړلی شو، چې دا غوښتنې ومني.

په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو بنسټ ريیسه ناجیه کریمي وايي، چې حکومت د میرمنو د ژوند د ښه کولو او اقتصادي ودې لپاره مناسب پام نه دی کړی.

د افغانستان د مدني فعالانو د شبکې رييس نعیم نظري وایي، په افغانستان کې ستره ستونزه له قانونه څخه سرغړونه او د هغه کمزوری شتوالی دی.

د نوموړي په وینا؛ مونږ په تېرو ۱۴ کلونو کې د ښځو په اړه د یو شمېر قوانینو د تصویب شاهذان یو؛ خو پلي کولو ته یې بشپړه پاملرنه نه ده شوې.

مسوولین وايي، چې د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ دغه کمپاین به په دوه دېرش ولایتونو کې روان وساتل شي. کوښښ کیږي، چې پر قانون جوړوونکیو فشار راوړي، چې د ښځو د محدودیت د لیرې کولو لپاره هم مناسب ګامونه واخلي.

په افغانستان کې د ښځو مدافع ټولنې پر نړیواله ټولنه غږ کوي، چې په افغانستان کې د ښځو ستونزې د افغان دولت له دخالت پرته وڅېړي.

خبریاله : سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version