تازه خبرونه
افغانستان د پایښت او له منځه تلو په پړاو کې دی-اشرف غني
د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړې په درشل کې یوازې همدا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دی، چې خپل ټاکنیز کمپاین یې چټک روان کړی دی.
نوموړی په دې باور دی، چې را روانې ټاکنې په افغانستان کې د راتلوونکي نظام د پایښت یا له منځه تلو آزموینه ده؛ خو دا ځل د ملي وحدت حکومت په څېر واک نه ویشي.
د ولسمشرۍ دا نوماند له ټاکنو وروسته ائتلافي حکومت نه مني او وایي، واک به ونه وېشم.
هغه د برحال ولسمشر په توګه یو ځل بیا ټینګار کوي، چې له بهرنیو مرستو پرته به د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان پر پیسو تر سره کړي.
اشرف غني په دې ټاکنیزې غونډه کې دوه پیغامه لرل؛ لومړی پر اوسني نظام د سولې په خبرو کې معامله نکوي او دوه یم دا، چې ټاکنې له بهرنیو مرستو پرته د افغانستان پر لګښت تر سره کوي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې مشر د سیاسي بهیر نورو سیالانو ته هم خبرداری ورکوي او وایي، په اقتصادي معادلاتو کې مداخله ونکړئ، بلکې په خبره یې په یوه ګوښه ځای کې د قرآن او نبوي سیرت زدکړې وکړئ.
د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاین په پیکه ډول پر مخ ځي، چې یو دلیل یې هم ښایي د امریکا او طالب استازیو تر منځ د سولې خبرې وي. ویل کیږي د دوی تر منځ د سولې هوکړه هم ژر لاسیلیک کیدونکې ده؛ خو ښاغلي اشرف غني ویلي، اوسنی ولسمشر د سولې په بهیر کې د پرېکړې کولو واک نلري او راتلوونکی حکومت، چې له ټاکنو وروسته به را منځته کیږي؛ په دې اړه به پرېکړه وکړي.