تازه خبرونه

افغان ښځې د تړلو دروازو تر شا د سولې په اړه پرېکړې د اندېښنې وړ بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ښځې د تړلو دروازو تر شا د سولې په اړه پرېکړې د اندېښنې وړ بولي او اعتراض پرې لري.

د افغانستان د سولې خبرو بهیر او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پر  وروستۍ هوکړې لاسرسی په دې ورځو کې د ټولو غونډو او مجلسونو تود بحث دی.

د افغان ښځو شبکې رییسه ماري اکرمي د سولې بهیر له ښکېلو خواوو د سولې په هر ډول هوکړه کې د ښځینه وو، نرینه وو او ځوانانو د ګډون  یقیني کول غواړي او وایي، چې په هېواد کې دې سراسري اوربند وشي او د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره دې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

دوی د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو طرحه ردوي.

د افغان ښځو شبکه خبرداری ورکوي، چې که سوله په هېواد کې د ښځو د غږ د چوپتیا سبب شي؛ ورته د منلو نه ده.

مدني مخکښه محبوبه سراج وایي: مونږ هم سوله غواړو؛ خو هغه سوله نه، چې طالبان یې تحمیلوي. مونږ هغه سوله نه غواړو، چې وژنې وژنې ودروي؛ سوله باید هر اړخیزه وي.

دوی ټینګار کوي، چې هیڅ سوله د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو له ګډون پرته دوام نشي کولی.

د تلې پر شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې د دې ښځو په باور لومړیتوب دی، چې وروسته به منتخب حکومت د افغانستان سولې بهیر په تړاو جدي پرېکړه خپله کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شینکۍ کړوخېل وایي؛ کله، چې منتخب حکومت رامنځته شي؛ نو د سولې پر هوکړه به بحث رامنځته او ځواکمنې پرېکړې وکړي.

د افغانستان د سولې بهیر په تړاو د افغان ښځو اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د امریکا ولسمشر له خپلو لوړپوړیو سلاکارانو سره  د طالب استازیو او امریکایي پلاوي پر خبرو مشورې او بحثونه کړې دي.

Trending

Exit mobile version