تازه خبرونه

افغانستان هر کال څه باندې دوه میلیون متریک ټنه غنم واردوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان که څه هم کرنیز هېواد دی؛ خو هر کال څه باندې دوه میلیون متریک ټنه غنم واردوي.

د غنمو د کر لپاره د ځمکې کموالی، د فني ملاتړ په برخه کې د امکاناتو نشتوالی،  د پورونو ته د بزګرو نه لاسرسی او د اوبو کمښت هغه ستونزې دي، چې په شتوالي کې یې افغانستان اړ شوی، چې د غنمو یو ستر واردونکی هېواد وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایی، حکومت باید د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي لپاره زیاتې آسانتیاوې را منځته کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وایي، باید د هېواد دننه د غنمو د کر لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد وایي،  د غنمو په برخه کې د خود کفایۍ هڅې روانې دي.

اقتصادي شنونکی قیس محمدي بیا پر حکومت نیوکه کوي، چې د کرنیز سیستم د ودې لپاره یې ډېر څه نه دي کړي.

هغه زیاتوي؛ د کرنې وزارت نه دی توانیدلی، چې په امن ساحو کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره ډېر کار وکړي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د څرګندونو له مخې، افغانستان هر کال شپږ میلیون متریک ټنه غنمو ته اړتیا لري. تېر کال په دوه اعشاریه درې میلیون هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي وه، چې ترې څلور نیم میلیون متریک ټنه غنم تر لاسه شول.

خبریاله : لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version