تازه خبرونه
افغان حکومت تر ټاکنو د سولې لپاره هڅې ودرولې- صدیق صدیقي
په کابل کې د وسلوالو طالبانو په یوه موتر بم برید کې د امریکا د یوه پوځي له وژل کیدو وروسته له طالبانو سره د امریکا خبرې ودریدلې. اوس افغان حکومت هم وايي، چې د سولې هر ډول هڅې یې درولي او په دې اړه له ولسمشریزو ټاکنو وروسته راتلونکی حکومت پرېکړه کوي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاته کړې؛ هیله لري، چې له امریکا سره په نهه پړاو خبرو کې به له طالبانو سره مثبت فکري بدلون مل شوی وي.
ښاغلی صدیقي وايي، چې سولې ته د رسیدو لپاره د هر ډول بریدونو درول اړین دي.
د ولسمشر ویاند دا هم ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو او شفافیت لپاره جدي کار روان دی او په وینا یې هغه څوک، چې د ټاکنو د ګډوډولو نیت لري؛ د افغانستان دښمنان دي.