تازه خبرونه
افغان حکومت د دیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه پېژني
دغه وزارت ويلي، چې د تورخم دروازه یوازې د تګ راتګ او سوداګرۍ لار ده، چې څلیریشت ساعته به د کابل او اسلام آباد تر منځ پرانیستې وي.
د تورخم دروزاه به له دې وروسته څلیریشت ساعته د خلکو او سوداګرو لپاره پرانستې وي؛ خو پر دغه دروازه د پاکستان لخوا لیکل شوي متن افغانستان غبرګون ته اړ کړ.
پر لوحه لیکل شوي، چې د تورخم پوله؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نده.
د ولسي جرګې پخوانی غړي فتح الله قیصاري هم د پاکستان لخوا د تورخم پر دروازاه د پولې لیکل غندلي دي.
عامو افغانانو هم د پاکستان دغه کار ته غبرګون ښودلی او وايي، چې دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان د رسمې پولې په توګه رسمیت نلري.
دوی وايي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه د ډیورند کرښې په اړه هیڅ پرېکړه نشي کولی.
د دیورند کرښې هوکړه په ۱۸۹۳ زېږدیز کال د برتانوي هند د چارواکو او امیرعبدالرحمان خان تر منځ لاسلیک شوې، چې له مخې یې افغانستان د خپلې خاورې پر یوه برخه واکمني له لاسه ورکړې؛ خو افغان حکومتونو او خلکو یاده کرښه فرضي ګڼلې او رسمیت یې نه مني.