تازه خبرونه
افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه کې دوه وروڼه وژلي
د دې ولسوالۍ د نرۍ اوبو شینوارو د احتجاج په توګه د سې شنبې پر ورځ ( د تلې ۳۰) د دغو وژل شویو دوه وروڼو جسدونه د ننګرهار ولایت مقام مخې ته راوړل او ویل یې، چې یو طرف مو داعش د حکومت د ملاتړیو په توګه وژني او بل خوا مو حکومت د مخالف پر نوم وژني.
سیمه ییز شینواري وايي، دا درېیم ځل دی، چې امنیتي ځواکونه یې د شپې کورونو ته وردننه کیږي او بې ګناه خلک وژني.
دا خلک ادعا کوي، چې دا عملیات صفر دوه قطعې کړي؛ خو خپله صفر دوه لا تراوسه په دې اړه غلې ده. په داسې حال کې، چې ولسمشر اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال ویلي وه، چې د صفري قطعو عملیات به بند کړي؛ خو وړمه شپه صفر۲ قطعې په بټيکوټ او شېرزاد ولسوالیو کې هم شپني عملیات کړي وه، چې په کې یې د وسلولو د وژلو ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې پر ورځ د هسکې مینې د جودرې په جومات کې یوې درندې چاودنې د یوه کلي ۷۲ لمونځ کوونکي ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.
د ننګرهار چارواکو تر دې دمه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کړې ده.
خبریال: رحمت الله زیارمل