تازه خبرونه
افغان حکومت به د مسکو په ناسته کې ګډون ونکړي
روسیه د افغانستان سولې په تړاو د څلور اړخیزې ناستې کوربتوب ته چمتووالی نیسي او ټاکل شوې، چې د امریکا، چین، پاکستان او روسیې استازي د جمعې پر ورځ په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو مشورتي ناسته تر سره کړي.
تر اوسه د دې ناستې د اجنډا په اړه جزئیات ندي ښکاره شوي.
له دې سره په یوه وخت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي، د بلجیم په سفر کې مو د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره د اروپایي همکارانو ژمنه اخیستل شوې ده.
افغان دولت ندي ویلي، چې ولې په دې ناسته کې ګډون نکوي.
ټاکل شوې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې ناسته کې ګډون وکړي، خو په مسکو کې یې له حضور مخکې تویت کړی، چې:
تېره ورځ مې په بروکسل کې د افغانستان له دفاع وزیر سره ښه ناسته درلوده او دغه راز له اروپایي همکارانو سره د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره مو د خلکو د هیلو د پلي کولو په تړاو سلا او بحثونه تر سره کړه.
د مسکو دا مشورتي ناسته په داسې حال کې جوړیدونکې ده، چې چین هم د افغانانو یوې خپلمنځي ناستې جوړېدو ته چمتووالی نیولی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې ناستې برخوال به یوازې د افغانستان کړکیچ د حل لپاره خپل لیدلوري بیان کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هواچنینګ وايي، چې چین د افغان دولت، طالبانو او نورو ګوندونو له خبرو کلک ملاتړ کوي. په دې ناسته کې، چې مونږ یې غواړو، ترې کوربتوب وکړو؛ ګډون وال به د افغانستان جګړې د پای لپاره یوازې خپل شخصي لید لوري څرګند کړي.
طالبانو ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ به د دوی یو پلاوی د چین په ناسته کې ګډون وکړي؛ خو حکومت تر اوسه پدې اړه خپله پرېکړه نده اعلان کړې.
د ناتو سرمنشي د چارشنبې پر ورځ ویلي وه، چې دوی د امریکا او طالبانو د خبرو له بیا پیل ملاتړ کوي. هغه له طالبانو هم غوښتي وه، چې د خبرو میز ته په بېرته را ګرځیدو دې نرمښت وښیي.