تازه خبرونه
افغان ځواکونو د وردګ ولایت د ملي خېلو په کلي کې اتیا کورونه نړولي- خلک
د وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په جګړه کې راښکېل خلک مني، چې په دې سیمه کې وسلوال طالبان له افغان ځواکونو سره نښتې کوي؛ خو وایي، چې له یوې خوا وسلوال طالبان د دوی په سیمو کې پر افغان سرتېرو بریدونه کوي او له بلې خوا افغان سرتېري کورونه پر بمونو الوزوي او پر بلدوزرو یې ویجاړوي.
د ملي خېلو اوسیدونکی محمد آغا ویلي؛ په سیمه کې میشت ځواکونه ځانونه په امن کوي او زمونږ هستي او نیستي له خاورو سره برابروي.
د نوموړي په وینا؛ له دوی سره زیاتی کیږی او له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
د سید آباد د ملي خېلو اوسیدونکي څرګندوي، چې له اتلس کلونو راپدیخوا د دوی په سیمه کې جګړه روانه ده.
د ملي خېلو اوسیدونکی اکبر خان نومی آریانا نیوز خبریال ته یو کور ښیي، چې څلور ورځې مخکې په هوايي برید کې نړیدلی.
نصرالله نومي څرګنده کړې، چې زما د کور دروازه یې راماته کړه او د ګاونډ په کور کې مو د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي په کې سخت ټپیان شوي دي.
د وردګ ولایت والي او امنیه قومندان په دې اړه څه ندي ویلي.
وردګ د کابل دروازه بلل کیږي او یو له ناامنو ولایتونو څخه شمېرل شوی؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دې ولایت کې افغان سرتېري په ښکاره د خلکو کورونه پر بلډوزرونو او بمونو وران او ویجاړوي.