تازه خبرونه
افغانستان د معاملو نه، بلکې د پرېکړو کور دی
د سولې او امنیت لپاره د پوځي ښځو په لومړنۍ ناسته کې، چې د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۵) د ولسمشر غني د افغان پوځ دغو سرتېرو ته نه یوازې په وینا کې وسلوالو مخالفانو ته خبرداری ورکړ، بلکې سیاسي مخالفانو ته یې هم یو لړ سپارښتنې وکړې.
ولسمشر اشرف غني ویلي، افغانستان د معاملې ځای ندی، بلکې د پرېکړې ځای دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د قانون له واکمني ناوړه ګټه واخلي. مونږ قانون ته تابع یو او د خپل اساسي قانون پر بنسټ روان یو.
ولسمشر طالبانو ته په خپل خبرداري کې ویلي؛ پوه شئ، چې د کمروزي ملت او دولت په وړاندې ولاړ نه یاست؛ ډېر ژر به(اسلامي او افغاني) سوله، چې د خلکو غوښتنه ده؛ رامنځته شي.
ولسمشر غني دا راز؛ د ښځو پوځي شورا جوړیدل، هغو هېوادونو ته، چې د دفاع وزیران یې ښځې دي؛ خورلنډي د افغان فکر اصلي محور ګڼي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د سلا او مشورو کومه لړۍ، چې تاسې روانه کړې باید روانه وساتل شي. هغه موخه، چې تاسې ټاکلې د یوې یا دوه ورځو نده، بلکې یو بنسټیز بدلون دی.
د سولې لپاره د ولسمشر خبرې په داسې حال کې بیانیږي، چې د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره هیلې مخ په زیاتیدو دي.
خبریال: وارث حسرت