تازه خبرونه

افغان حکومت له شرطه پرته د سولې خبرو ته چمتو دی- وحید عمر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ د سترتیژیکو اړیکو سلاکار ویلي، چې افغان حکومت له طالبانو سره له شرط پرته د سولې خبرو ته چمتووالی لري.

له هغې وروسته، چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره اوربند د مخکې شرط په توګه یاد کړ. اوس د ولسمشر سلاکار څرګنده کړې، چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته هیڅ مخکې شرط نلري.

د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو سلاکار وحید عمر وایي؛ که څه هم مونږ یو نظام یو  او له شرط پرته له طالبانو سره د سولې خبرو ته کینو او دې اړه کې هیڅ مخکې شرط نلرو.

ښاغلي وحید عمر زیاته کړې؛ هر کله، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شول، دوی به له طالبانو سره د یوه نظام په توګه خبرې اترې وکړي.

هغه دا هم ویلي؛ مونږ لدې سره هم کار نلرو، چې څوک د طالبانو په استازیتوب څوک راځي او پلاوی یې څوک غوره کوي؟ خپله او که نور یې ورته ټاکي.

دی وایي، داسې سوله غواړي چې د افغانستان د خلکو حضور په کې محسوس وي او هېواد کې د نوروو کړکېچونو سبب نه شي.

وحید عمر څرګنده کړې؛ د بیجینگ ناسته نده ځنډیدلې او هر کله، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شول، دوی به د یوه نظام په توګه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ د بیجینګ ناستې ته د ګډونوالو نوملړ او پلاوی جوړ کړی دی او نوملړ مو هم ورلیږلی دی. دا زمونږ نوملړ دی، دا د افغانستان د خلکو او (اسلامي جمهوریت) نوملړ دی او مونږ یې لرونکي یو.  

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو له تبادلې وروسته، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل لپاره هڅې ډېرې شوي دي. هغه هڅې، چې د افغان حکومت د څرګندونو له مخې، دا ځل کابل او واشنګتن په دې برخه کې همغږي لري.

Trending

Exit mobile version