تازه خبرونه

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ افغانستان د سولي هوکړې ته له رسیدو سره سم شاوخوا اته میلیارد دالرو ته اړتیا لري، چې خدماتي او اقتصادي بنسټونه ورغول شوي.

نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې څرګنده کړې؛  په افغانستان کې له طالبانو سره له احتمالي سولې وروسته د لیرې پرتو سیمو د اقتصادي هڅو او خدمتونو د پراختیا لپاره له شپږ تر اته میلیارد دالرو اړتیا شته،  چې نړیواله ټولنه يي باید له دې هېواد سره تر سره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم دغه راپور خورا د قیق او مهم بو لي او په ډاګه کوي؛ نړیواله ټولنه دې دغه مرستې خصوصي سکتور ته په اوږد مهاله پورونو کې ورکړي، چې په افغانستان کې اقتصادي پرا ختیا او شغلي زمینه رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خوني غړی خانجان الکوزی وایي، چې که دغه مرستې په هېواد کې د کانونو د استخراج او د کرنې د پراختیا په برخه کې ولګول شي؛ نو له شکه پرته په افغانستان کې فقر پای ته رسیږي او اقتصادي پراختیا به مو هم چټکه شي.

 د اقتصادي چارو کارپوهان هم د نړیوال بانک دغه راپور د قیق بولي او وايي، دغه مرستې په هېواد کې خلکو ته د کاري زمینو په رامنځته کولو کې ګټورې کیدی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي وايي، چې مونږ له سولې وروسته ښايي د اقتصادي بنسټونو پراختیا ته اړتیا پیدا کړو. دغه مرستي کولی شي، چې راتلونکې تشه ډکه کړي؛ خو باید دا سمې مدیریت شي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو د څرګندوړنو له مخې؛ د کانونو د استخراج، د انرژۍ د تولید او د کرنې په پراختیا کې که دغه مرستي ولګول شي نه یوازې به مو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې وي، بلکې ملي عواید مو هم ورسره لوړیږي.

خبریال:  اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version