تازه خبرونه

افغانستان د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې دوه بریاوې تر لاسه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې د افغانستان د موتای ښځینه ملي لوبډلې غړې شبنم حسین زاده په ۴۸ کیلوګرام وزن کې د چین مبارزه تایپه ماته کړه او د سیالیو بل پړاو ته یې لار وموندله.

د موتای سیالیو د ملي لوبډلې بل غړي عیسی خان عباسي په ۶۳ اعشاریه ۵ کیلو ګرام وزن کې پخپل اردني سیال بریالی شو او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.  

د دغو سیالیو په بهیر کې مرتضی شمال د ۶۷ کیلو ګرام وزن پر لرلو تایلندي موتای کار د یو امتیاز پر اخیستلو بریالی کړ.

د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې ۳۰۰  موتای کارو له ۳۵ هېوادونو څخه ګډون کړی دی. د دغو لوبو کوربتوب د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ ښار کوي.

Trending

Exit mobile version