تازه خبرونه
افغانستان د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې دوه بریاوې تر لاسه کړې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د موتای سیالیو د ملي لوبډلې بل غړي عیسی خان عباسي په ۶۳ اعشاریه ۵ کیلو ګرام وزن کې پخپل اردني سیال بریالی شو او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.
د دغو سیالیو په بهیر کې مرتضی شمال د ۶۷ کیلو ګرام وزن پر لرلو تایلندي موتای کار د یو امتیاز پر اخیستلو بریالی کړ.
د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې ۳۰۰ موتای کارو له ۳۵ هېوادونو څخه ګډون کړی دی. د دغو لوبو کوربتوب د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ ښار کوي.