سیمه ییز خبرونه

افغان بېسیم مخابراتي شرکت حسین بخش صفري او سمیع الله فیضي وستایل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آزادو مبارزو دې دوه لوبغاړیو نږدې لس ورځې مخکې  له هېواده بهر خپل حریفان مات کړي وه.

د افغان بې سیم مخابراتي شرکت د بازار موندنې مسوول بهروز څرګنده کړې، چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت د آزادو مبارزو دوه ستوري حسین بخش صفري او سمیع الله فیضي وستایل.             

حسین بخش صفري تېره اوونۍ خپل روسي حریف په مسکو کې د فایت نایت ګلوبل په سازمان کې مات کړی و.

بلخوا په ورته مهال عبدالسمیع فیضي هم په بلا روس کې خپل پیاوړی حریف مات کړی و.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولین د هېواد له لوبغاړیو سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

Trending

Exit mobile version