تازه خبرونه

افغانستان د نړې یو له ۱۰ بېوزلو هېوادونو څخه دی- سیګار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره وایي، افغانستان اوس هم په نړې کې یو بېوزله هېواد دی.

په افغانستان کې میلیاردونه امریکایي دالر د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او اقتصادي پراختیا کې د افغانستان د متحدینو لخوا لګیدلي دي.

د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې تازه راپور ښيي، چې افغانستان د نړۍ یو بېوزله هېواد دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي؛ ۵۵ سلنه افغانان په ورځ کې له یو دالر څخه پر لږ هغو خپل ژوند چلوي.

سیګار په خپل تویت کې په ډاګه کړې؛ د افغانستان بېوزله خلک په منځني توګه په کال کې اته دالر د روغتیا په برخه کې لګوي او د تېرو څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند ویلي؛ افغانستان د نړې په لس بېوزله هېوادونو کې شمېرل شوی، چې ۵۵ سلنه خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند محمد یونس سالک وایي؛ افغانستان د نړې په لس بېوزله هېوادونو کې شامل دی، چې ۵۵ سلنه خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۵۲ سلنه خلک یې د پولي بېوزلۍ  تر کرښې لاندې دي او څه باندې ۴۴ سلنه یې د خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي.

د بېلګې په توګه اعجاز احمد نومی کارګر، چې د دولس کسانو د ډوډۍ برابروونکی دی؛ په لاسي کراچۍ کې چوغندر خرڅوي او د ورځې له درې تر څلور سوه افغانیو څخه د دولسو کسانو نفقه برابره وي.

نوموړي ویلي؛ د کور کرایه یې په میاشت کې اته زره افغانۍ ده. لس کاله کیږي، چې دا کار کوي او تراوسه ندی توانیدلی، چې ۱۰۰ افغانۍ وسپموي.

د سیګار د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د نړې له بېوزله هېوادونو څخه هغه هېواد دی، چې د روغتیا، ښوونې او روزنې، د ښځو او نجونو د حقونو  او لاسته راوړنو په برخه کې باید د تېرو کلونو لاسته راوړنې یې وساتل شي.  

دا اداره ټینګار کوي؛ د دغو لاسته راوړنو د پیاوړتیا او په نورو سیمو کې یې د پراختیا لپاره، چې تر اوسه له پراختیا بې برخې دي هڅې  تر سره شي.

Trending

Exit mobile version