تازه خبرونه

افغانستان کولی شي، آسیا له نړۍ سره ونښلوي

Published

on

ولسمشر محمد اشرف غني د نړیوالې اقتصادي ناستې په څنډو کې د امریکا او پاکستان له مشرانو سره په لیدنه کې د سولې لپاره د همکاریو غوښتنې کړې دي.

په دې خبرو کې د منځني ختیځ پر بې ثباتي او دا راز اقلیمي بدلون هم تمرکز شوی دی.

افغان ولسمشر، چې سویس ته تللی، د ناستې په څنډو کې یې ویلي، چې افغانستان به د خپلو ګاونډ هېوادونو اقتصادي محور وي او کله به هم د نورو لپاره ګواښ نوي.

هغه وایي، مونږ وکړای شول، چې د ترانزیت له لارې افغانستان له نړۍ سره ونښلوو او دا هم کولي شو، چې سویلي آسیا له نړۍ سره ونښلوو.

ویل کیږي، چې ولسمشر غني د دې ناستې په څنډو کې له خپل امریکایي سیال دونالد ترمپ سره هم وکتل او پر دوه اړخیزو همکاریو سره وغږیدل.

د داووس پنځوسمه کلنۍ ناسته د نړۍ د ۵۳ مشرانو په حضور کې تر سره او څلور ورځې به روانه وي.

د یادونې ده، چې د نړیوالې اقتصادي ناستې پرانیسته د دې ناستې د موسس کلاوس شواب او دونالد ترمپ لخوا تر سره شوه.

Trending

Exit mobile version