تازه خبرونه

افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ستونزه نلري – غني

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۳۹۸)

ولسمشر غني وایي، حکومت یې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته چمتو دې.

نوموړی وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره کومه ستونزه نه لري؛ خو که د دې بهیر د څرنګوالي په اړه د حکومت پر ځای له طالبانو سره مذاکره وشي، د افغانستان جګړه به نوي پړاو ته ننوځي.

د سویس داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي ناستې څنډو کې ولسمشر غني له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په هکله د خبریالانو پوښتنو ته ځواب  کې ویلي چې افغان حکومت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته تیار دی. په یوې خبرپاڼه کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ خپره کړې، د ښاغلي غني له قوله لیکل شوي: “د افغانستان خلک د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو په دې هکله خبرې مهمې دي، او که دا خبرې له طالبانو سره وشي، د نورو جګړو د پراختیا سبب به شي، او که له افغان حکومت سره خبرې وشي، حالات کیدای شي مدیریت شي.”

په همدې حال کې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرو کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو څرنګوالی د بحث وړ مهمه مسئله ده، آیا امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستو ته تیاری نیولی دی؟

خلیل صافی، په افغانستان کې د امریکا د سولې مطالعاتو د  انستیتوت رییس، داسې وایي “دواړو خواوو د توافقامې په متن کې ویلي دي چې بهرني ځواکونه، د امریکانو په شمول، به د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې په تدریجي ډول ووځي، چې په لومړي سر کې به ۵۵۰۰ امریکایي سرتیري له ۵ اډو څخه پرته له قید او شرط څخه ووځي “

طالبان وایی، له امریکایانو سره یې  تازه خبرې پنځه ورځنۍ شوې خو  د تاوتریخوالي د کمیدو په څرنګوالي پرمختګ نه دی شوی. د طالبانو دا پخوانی چارواکی  خوش بین دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې هوکړه وشي او په خبره یې هیله مند دی چې د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

معتصم آغاجان، د طالبانو په واکمني کې د مالیې وزیر، وایي “خوشبیني شته چې توافقنامه امضا شي، ورسته له هغه به بی له ځنډه د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي چې هغومره به ستونزمن نه وي.”

همداراز د ویلو وړ ده چې ولسمشر غني سویس کې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره لیدنه کړې. آغلې مرکل ویلي چې هیواد یې لیوال دې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربه توب وکړي.

Trending

Exit mobile version