تازه خبرونه

افغانستان له چین څخه د افغان زدکړیالانو د رالیږدولو پرېکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۶, ۱۳۹۸)

په داسې حال کې، چې د چین په څو ښارونو کې د کرونا ناروغۍ لسګونه کسان مړه کړي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ/ د سلواغې پر ۶ د چین له ووهان ښار څخه د ۶۲ افغان زدکړیالانو د رالیږدولو لپاره بېړنۍ ناسته تر سره کړې ده.

له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا په دې هېواد کې کرونا نومي ویروس ۵۶ کسان مړه کړي او د نړۍ نږدې دوه زره نور کسان پرې اخته شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي هارون چخانسوري سپارښتنه کړې، چې د افغانستان ۶۲ کدکړیالان، چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله بند پاتې دي؛ ژر تر ژره دې د ځمکې او هوا له لارې وژغورل شي.

د یکشنبې پر ورځ د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي، چې د مرګ خطر شته؛ ځکه، چې د مړو شمېر ۵۶ ته رسیدلی او په شانګهای کې هم یوکس مړ شوی دی.

دغه راز نوموړي تېره ورځ ویلي وه، چې روغتیایي سرچینو پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ۱۹۷۵ قضیې تائید کړې دي.

د دولتي رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې اوس له ۲۰۰۰ ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

چین د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د میلیونونو خلکو پر تګ راتګ  هم څارنه پیل کړې ده.   

کرونا ویروس تېرکال د چین په مرکزي ښار ووهان کې د سمندري غذا د ځناورو له تور بازاره سر راپورته کړ. اوس د بیجینګ او شانګهای په ګډون چینایي ښارونو، سینګاپور، تایلیند، جاپان، فرانسې او نورو هېوادونو ته هم خپور شوی دی.

چین د هوبي او ووهان ښارونه وتړل، چې په میلیونونه خلک یې اغېزمن شوي او اوس د هېواد نورو برخو ته محدودیتونه پراخوي.

چین د دغې ناروغۍ له کبله د قمري نوي کال دودیزې نمانځغونډې هم وځنډولې او د سیلانیانو سترې سیمې یې وتړلې.

په بیجینګ کې روغتیایي چارواکو له خلکو غوښتي، چې پر لاس او خوله له سلام تر سره کولو ډډه وکړي او پر ځای یې نغوته او اشاره وکاروي.

چین د تیانجین په شمالي ښار کې د تګ راتګ مخه ونیوله او د جنوري له ۲۷ به ټول ولایتي بسونه او ډله ییز سفرونه وځنډول شي.

د شنبې پر ورځ د کانادا په یوه اوسیدونکي کې، چې د چین له ووهان ښار څخه راستون شوی و؛ د کرونا ویروس لومړۍ پېښه تائید او په روغتون کې بستر شو.

هانګ کانګ د ویروس په اړه بېړنی حالت اعلان کړ، آسترالیا د دې ناروغې په اړه خپلې لومړۍ څلور قضیې تائید کړې، مالیزیا هم څلور پېښې منلي او فرانسې د جمعې پر ورځ د اروپا له لومړۍ پېښې راپور وړاندې کړې.

دغه راز د چین د اړوند سیمو او هانګ کانګ ښوونځي، چې دا مهال د نوي کال په رخصتۍ کې دي د فبرورۍ تر ۱۷ پورې به تړلي وي.

د وال ستریت ژورنال د راپور له مخې؛ امریکا هم د یکشنبې پر ورځ د چین له مرکزي ښار ووهان څخه د خپلو اتباعو او دیپلوماتانو د بیرته راویستو سپارښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان پدې اوونۍ کې د دې ویروس خپریدل د نړیوال روغتیا بیړني حالت وګاڼه؛ خو ځینې روغتیا پوهان پوښتي، چې آیا چین کولی شي د دې ناروغۍ مخه ونیسي.

داکترانو ویلي، چې دغه ویروس له ناروغانو او حیواناتو سره له اړیکو لیږدول کیږي، چې نښې یې ټوخی، سینه بغل، ولګی او زکام دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي وه، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې د هېواد په هوایي ډګرونو او مهمو بندرونو کې سیاری روغتیایي ډلې ګمارلي او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره  یو روغتون هم ځانګړی کړی، چې د نښو نښانو له لیدو سره سم اړوند ناروغان په کې بستر شي.

 

Trending

Exit mobile version