تازه خبرونه

افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۳۹۸)

د بښنې نړیوالې ټولنې په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې تېر کال په نړۍ کې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد و؛ ځکه د تېر کال په ۹ لومړیو میاشتو کې څه نا څه دوه زره څلور سوه ماشومان د جګړو او تاوتریخوالي له کبله وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

یاد راپور حکومت پلوه ځواکونه د ماشومانو پر وړاندې په بې پروایي تورنوي او ښیي، چې طالبانو او داعش جنګیالیو ماشومانو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا د برخې مرستیال عمر ورایچ ویلي؛ په افغانستان کې وسلواله شخړه د کمیدو نه، بلکې د پراختیا په حال کې ده او ملکیان یې بیه پرې کوي.

د جګړې ښکېلې خواووې د ماشومانو د تلفاتو عامل یادیږي.

 که څه هم حکومت پلوه ځواکونه د ماشومانو په وړاندې په بې پروایي تورنیږي؛ خو د دې راپور ځینې برخې ملي دفاع وزارت نه مني.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي، چې ماشومانو ته زیات تلفات طالبانو او داعش جنګیالیو اړولي دي.  

په وروستیو کې د بښنې نړیوالې ټولنې څرګنده کړې، په وروستیو ۱۰ کلونو کې د دې هېواد له سل زره ډېر ملکیان قرباني شوي دي.

Trending

Exit mobile version