تازه خبرونه

افغان ځواکونو شاتګ کړی دی- سیګار

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۳, ۱۳۹۸)

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړي پلټونکي ویلي، افغان ځواکونو شاتګ کړی دی.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړي پلټونکي جان سپکو ویلي؛ د دوی ارزونې ښیي، چې امنیتي ځواکونو پرمختګ ندی کړی او د ځانګړیو ځواکونو لخوا د پوځي عملیاتو ګراف هم ټیټ شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغان ځواکونو لخوا د خپلواکو عملیاتو په کچه کې کمی راغلی دی.

هغه زیاته کړې؛ افغان ځواکونو ته وګورئ مونږ پرې ډېرې پیسې ولګولې؛ خو د افغان ځانګړیو ځواکونو چمتووالي ته وګورئ، چې خپلواک عملیات یې کم شوي دي.

جان ساپکو په ملي وحدت حکومت کې د ځوانانو ګمارنه یو مثبت ګام بولي؛ خو پر امریکا د افغانستان اقتصادي تړاو ته هیله من ندی.

یو امریکایي سناتور په افغانستان کې د امریکایي مرستو د ضایع کېدو په تړاو د کنایې په ژبه خبرې کوي او وایي، په افغانستان کې د میلیاردونو دالرو ضایع کېدو نور د  امریکا له خلکو حوصله اخیستې او نور بې صبره شوي دي.

امریکایي سناتور هاولي ویلي: مونږ ته د پنتاګون څو غړي وایي، چې باید زغم ولرو او ډېر وخت او پانګونې ته اړتیا ده؛ خو زما په اند کله، چې مونږ نه شو کولی په یوه برخه کې پرمختګ ولرو، مونږ میلیاردونه دالر پانګونه کړې، ډېره قرباني مو ورکړې، د امریکا خلکو ډېر صبر وکړ.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې مخکې ملي دفاع وزارت ویلي وه، چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي او خپلواکه او پراخ عملیات هم لري.

Trending

Exit mobile version