تازه خبرونه

افغان ښځې باید د سولې له خبرو برخمنې شي- کیلنتون

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د افغانستان او طالبانو د سولې د خبرو په اړه ویلي، چې د سولې په خبرو کې نه یوازې باید د ښځو ونډې ته پام راواړول شي، بلکې د افغان ښځو لاسته راوړنې هم د ټینګار وړ دي.

د افغانانو خپلمنځي خبرې، د افغان ښځو لپاره حیاتي وخت دی تر سرلیک لاندې د نړۍ نامتو سیاسیون د ملګرو ملتونو د سازمان په مقر کې را ټول او څرګندونې پرې تر سره شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یادې ناستې ته ویلي؛ افغان ښځې نن دا وېره لري، چې نه یوازې حقونه یې له طالبانو سره په خبرو کې له پامه غورزول کیږي، بلکې هغه لاسته راوړنې یې هم، چې په تېرو کلونو کې تر لاسه کړي، یو دم له منځه ولاړې نشي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د سولې په خبرو کې ښځو ته نه پاملرنه نه یوازې له اخلاقي پلوه ناسمه ده، بلکې یو خطرناک کار هم دی. هغه هېوادونه، چې دلته یې استازي راغلي؛ باید اجازه ورنکړو، چې پر ښځو وحشت واک وچلوي. افغان ښځو اوس هومره پرمختګ کړی؛ د خبرو له میز څخه، چې په حقونو یې پرېکړه کیږي، باید لیرې ونه ساتل شي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې ویلي، د افغان ښځو حقونه او په ټولنه کې یې ځای ځایګی د سیاسي بې نظمیو قرباني شوی دی.

هغه د افغان ښځو پر ماتیدونکي وضعیت اندېښمنه ده او وایي؛  دوی تېرو ته په کتو نه غواړي، چې موقعیت یې خطر کې ولویږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي؛ د ښځو حقونه او موقعیت یې په ټولنه کې د سیاسي ګډوډیو قرباني شوي او په دې حساس وخت کې مونږ خپل هېواد، د افغانستان ښځو،  متحدینو، شریکانو او نړیوالو ملاتړو ته اړتیا لرو.

دا ناسته د بریتانیا د استازولۍ د دفتر او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د دفتر لخوا تر سره شوې وه، چې په کې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو استازیو ګډون کړی و.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر کارن پیرس ویلي، چې د سولې په خبرو کې د ښځو معنا لرونکې ونډه د تلپاتې سولې لپاره نه یوازې یو ښه فرصت دی، بلکې د افغانستان ثبات او امنیت ته هم یوه اړتیا ده.

د هېواد لومړۍ میرمن، چې د ویډیو کنفرانس له لارې له کابله شریکه شوې وه؛ ویلي، چې افغانستان نن یوه پرانیستې ټولنه ده، چې افراد په کې له ټولو حقونو برخمن دي او په خپلو مسوولیتونو پوهیږي. له دې کبله هیڅ پرېکړه د سولې په بهیر کې د خلکو او افغان ښځو له بشپړ ملاتړ پرته نه نیول کیږي.

Trending

Exit mobile version