تازه خبرونه

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې له ۱۰۰ پورته شوې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې د څلورو ناټو سرتیرو په ګډون، ۱۱۰ تنو ته رسیدلي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په څلور ویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس پنځلس مثبتې پيښې (۱۱ په هرات، ۳ په فراه او یوه په غزني ولایت کې) ثبت شوې دي.

افغان حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پنځه ویشتو میلیونو ډالرو د بیلولو خبر ورکړی.

بلخوا اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې له افغانستان سره به د کرونا ویروس سره په مبارزه کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا مسولینو په وینا، د کرونا په ناروغۍ ځیني اخته کسان بیرته روغ شوي هم دي، چې تر دی دمه پنځه کسان روغ شوي او له روغتون څخه رخصت شوي دي، چې دوه په هرات، یو په کاپیسا، یو په سمنګانو او یو په دایکندي ولایت کې روغ شوي دي.

همداراز د عامې روغتیا وزارت وايي چې هیڅ افغان اړ نه دی چې د کرونا ویروس د طبي ازموینو او درملنې لپاره پیسې ورکړي. خو هیوادوال د کرونا ویروس د خوریدو له کبله سخت اندیښمن دي.

یاد وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې په هکله له حکومت سره د چین د خلکو همکارۍ ستایلي او له هیوادوالو غواړي چې د دغه وزارت سپارښتنې جدي په پام کې ونیسي.

Trending

Exit mobile version