تازه خبرونه

افغانستان کې د کروناویروس له امله د مړو شمېر ۱۱ تنو ته پورته شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۳۹۹)

په ټول هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر د یو ډاکټر په ګډون ۱۱ تنو ته ورسېد. تراوسه په ټول هېواد کې په دغه ویروس ۳۶۷ کسان اخته شوي او ۱۸ ترې رغیدلي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت که څه هم په هیواد کې د کرونا ناروغانو د شمېر د ډیروالي خبره کوي، په کابل کې بیا په دغه ویروس ډېر کسان د ښار په لودیځه څنډه کې اخته شوي دي. دا وزارت وایي د ناروغ  د معاینې په برخه کې د غفلت له امله د یوه شخصي روغتون یو ډاکټر هم مړ شوی دی.

وحیدالله مایار، د عامې روغتیا وزارت ویاند، وایي چې، یو تن ډاکټر په یو شخصي روغتون کې په تیروتنه کې پر کرونا ویروس اخته کس معاینه کړې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو لمخې، په افغانستان کې پر کرونا اخته ۷۱ سلنه کسان نارینه دي.

همداراز حکومت وایي چې په ولایاتو کې د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې په موخه چمتو والی نیول شوې او والیانو ته د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې په لاره کې ځانګړي صلاحیتونه ورکړل شوي دي.

عبدالمتین بیګ، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس، ویلي چې د حکومت رهبرې، پخپله ولسمشر، هوډ کړې چې والیانو او ځایي اداراتو ته باید یو لړ ځانګړي صلاحیتونه ورکړل شي.

بلخوا بیا کابل ښاریان د کرونا ویروس د خپريدو د مخنیوي په موخه له حکومت څخه د روغتیایي او احتیاطي لارښوونو د پلي کولو غوښتنه کوي.

عبدالظهور، د کابل اوسیدونکې، وایي چې خلک باید هر هغه لارښوونې چې د حکومت لخوا څرګندیږي، په پام کې ونیسي او په خونو پاتې شي.

جان آغا، د کابل اوسیدونکې، وایې چې خلک باید قانون او مقررات رعایت کړي ځکه چې دا د دوی خپله روغتیا خوندي کوي.

شجاع الدین، د کابل اوسیدونکې، بیا وایي چې مونږ له حکومت څخه غواړو چې مرسته وکړي او خلک باید هم ورته مرسته وکړي.

د ویلو وړ ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۳۰ پېښې ثبت شوې چې ۱۶ یې په هرات، ۶ په کابل او پاتې یې د هیواد په یو شمېر نورو ولایاتو کې ثبت شوي دي.

Trending

Exit mobile version