بی بی سی پښتو

افغانستان کې د کورونا ۴۹ نوې پېښې او د روغتیایي توکو د کارخونې پرانیستل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۳۹۹)
Getty Images

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تیرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۴۹ مثبتې پیښې ثبت کړې دي.

له دې سره په ټول افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ وویل، دا پېښې په کابل کې ۱۸، کندهار کې ۱۵، بلخ کې ۶، هرات کې ۴، غزني کې ۴ او ننګرهار کې ۲ دي.

د روغتیا وزیر په خبره، تراوسه افغانستان کې د دې وبا له امله ۲۳ تنه مړه شوي.

د چارواکو په خبره، کابل او فاریاب کې پرون دوه کسان له دې ناروغۍ رغېدلي او کورونو ته ستانه شوي دي.

دې سره په ټول افغانستان کې له کورونا ۴۰ کسان رغېدلي دي.

افغانستان کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره له څو ورځو راهیسې مختلفو ولایتونو په تېره کابل کې پر تګ را تګ بندیز هم سخت شوی دی.

ښاغلی فیروز د مخنیوي دا تدابیر ګټور بولي او زیاتوي، که تر دوو میاشتو روان وي، نو هېواد به د کورونا کړکېچ مخه ونیسي.

د کارخونې پرانیسته

په ورته مهال فیروزالدین فیروز کابل کې د ماسک جوړولو او د روغتیاپالو د خوندیتوب وسیلو یوه کارخونه هم پرانیسته.

د ښاغلي فیروز په خبره، ټاکلې ده دغه کارځي کې درې لکه او ان تر پنځو لکو روغتيايي جامې او ماسکونه تولید شي.

د افغان حکومت لپاره دې کارخونه کې تولید شوې هره بسته پنځه ډالر اټکل شوې ده، خو ښاغلي فیروز وايي، د دې کارخونې تولید سره افغانستان پنځوس میلیون ډالر زېرمه کولی شی، چې له بهر د دې توکو د پېرلو بودیجه کېده.

هغه دا هم وویل، چې له دې بودیجې اوس د نورو روغتیايي خدمتونو لپاره کار اخیستلی او له بې وزلو سره مرسته کولی شي.

هغه زیاته کړه چې په افغاستان کې د میکروب ضد موادو د تولید پلان هم لري.

Trending

Exit mobile version