تازه خبرونه

افغانستان د پاکستان د هرې سرحدي سرغړونې په وړاندې پوځي اقدام ته تیار دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو او پاکستانيو پوله ساتو ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي؛ د افغانستان حکومت افغان سرحدي ځواکونو ته امر کړی، چې د پاکستان د هرې سرحدي سرغړونې په وړاندې ماشه کش کړي. که څه هم دواړه لوري اوس پر اوربند سلا شوي دي.

پاکستانیو ځواکونو د سرشمېرنې په پلمه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې خپل بیرغ پورته کړی و. که څه هم افغان دولت ته مخکې خبرداری ورکړ شوی و؛  خو د جمعې پر ورځ یې د پاکستانيو ځواکونو پر وړاندې له درندو وسلو کار واخیست.

اوس د پوځي غوراوي تر څنګ، کابل له اسلام آباد سره د کړکیچ د حل لپاره په دیپلوماتیکو لارو هم تکیه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي، چې د پاکستان له لوري ورته سرغړونې او تېری به ښې پایلې ونلري.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان پلاوي په سپین بولدک ولسوالۍ کې سرحدي نښته وڅېړي. که څه هم افغان دولت ادعا کوي، چې لومړنۍ ‌ډزې پاکستانيو ځواکونو کړي دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي  وایي، د پاکستانیو ځواکونو برید د سين بولدک پر اړوند سیمو زمونږ پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی.      

د پاکستانيو پوله ساتو او افغان ځواکونو تر منځ په سپین بولدک ولسوالۍ کې څلور افغان سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.

په دې جګړه کې نهه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان دي.

پاکستان تل د افغانستان پر سحديث سیمو توغندي توغوي او له  افغان ځواکونو سره جګړې کوي؛ د جمعې په ورځ یې پر تورخم هم توغندي توغولي ، چې په کې ۴ موتر سوځیدلي، یو کس مړ دی او یو بل ټپي شوی دی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version