تازه خبرونه
افغان رهبران دی سولې ته د رسېدو لپاره له لانجو تېر شي – ناټو
ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته په یوه خبري غونډه کې له طالبانو وغوښتل، چې د سولې هوکړې ته درناوی وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
دغه راز کابل ښاریان هم له سیاسي ناندریو او لانجو ستړي شوي او څرګندوي، چې وضعیت د دې جوګه ندی، چې سیاستوال د واک پرسر ښکېل پاتې وي.
د ناټو ټولنې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې پر ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته، یوځل بیا د افغانستان سیاستوالو پر روانو لانجو اندیښنه وښوده او له دوی یې وغوښتل، چې سولې ته د رسېدو لپاره د یو او بل تر څنګ ودریږي.
ینس سټولټنبرګ، د ناټو عمومي منشي، وایي: هغه سیاسي لانجې، چې د افغانستان په دولت کې موجودې دي اړتیا ده، چې متحد شو او یوه سیاسي بهیر ته اړتیا لرو چې وکولي شو په بشپړه توګه د سولې په بهیر کې ښکیل شو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې، که طالبان دا هوکړه په ښه ډول پلي کړي؛ نړیوال ځواکونه به له ۱۴ میاشتو وروسته ووځي، خو د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او روزنه به تر کال ۲۰۲۴ پورې روانه وي.
ینس زیاته کړې: مونږ باید وپوهیږو، چې آن د ۱۲ زره ځواکونو په شتون کې هم، لکه د تېر په شان، عملیاتي ماموریتونه روان وساتو.
د ناټو روښانه پیغام دادی، چې مونږ افغانستان ته یوځای تللي یو او په سم وخت کې به له افغانستان څخه یوځای وځو.
د اشرف غني او عبدالله تر منځ سیاسي لانجه د دې لامل شوه، چې امریکا له افغانستان سره په خپلو مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ، چې که دا لانجي دوام ومومي؛ د یو میلیارد ډالرو نورې مرستې پر کمولو به هم غور وکړي.
