بی بی سی پښتو
افغانستان: د ارګ ۲۰ کارکوونکي پر کورونا وېروس اخته دي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ومنله، چې ۲۰ کارکوونکي يې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې د دغو کارکوونکو د کورونا وېروس معاینه مثبت وه. د ده په وینا ولسمشر غني او مرستیالان یې ښه دي.
ده وویل ، چې ولسمشرۍ ماڼۍ سلګونه کارکوونکي او لسګونه نور دفترونه لري چې د ده په ټکو د هغوی څېړنې هم روانې دي او همدارنګه دده په ټکو په ارګ کې د کورونا ويروس د مخنیوي ټول تدابیر نیول شوي دي.
له دې وړاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د ارګ د څلویښتو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی وو.
په تېرو څو ورځو کې لیدل شوي چې ولسمشرغني د ویډیو کنفرانس له لارې د غونډو مشري کوي. خو پرون یې په ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره وکتل.
په دې غونډه کې له ایرانه د افغان کډوالو د راستنولو پر ورو کولو هم خبرې شوي دي.
په امریکا کې د جانز هاپکینز د پوهنتون په وینا ټوله نړۍ کې کابو ۲ میلیونه او ۳۶۸ تنه په کورونا وېروس اخته شوي او ۱۶۳ زره تنه یې مړه شوي دي.
- د کورونا په اړه ځانګړې پاڼه
- کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی
- کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو