لوبی

افغانستان د اسلامي هېوادونو په المپیک کي له ۱۲ کلن ځنډ وروسته مدال ترلاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اسلامی هېوادونو د څلورم پړاو المپیک سیالۍ، چې په آذربایجان کې تر سره شوي؛ له اته څلویښت کیلو ګرام وزن سره عبدالرزاق دوه پرصفر خپل ترکمنستانی سیال ته ماته ورکړه او افغانستان مډال ترلاسه کړ.

عبدالرزاق سبا ته له خپل  ترکی سیال سره لوبه لري او په بریالۍ لوبه کې به د سروزرو مدال ترلاسه کړی او که له ماتې سره مخ شو؛ نو برنز مډال به یې خپل وي.

دا د اسلامي هېوادونو په المپیک سیالو کې له دولس کلونو وروسته لومړی مډال دی، چی افغانستان یی ترلاسه کوي.

همدارنګه نن شپه او سبا شښه به د هېواد د زور خانې لوبغاړی د مدال د ترلاسه کولو لپاره د خپلو سیالانو به وړاندې د لوبې ډګر ته راووځي.

Trending

Exit mobile version