تازه خبرونه

افغانستان پاکستان ته د طالبانو او حقاني ډلې د ۳۲ روزنیزو مرکزونو نوملړ سپارلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر نن د ۸۵ تروریستانو او د هغو د ۳۲ روزنیزو مرکزونو یو نوملړ، چې په دغه هېواد کې د افغانستان په وړاندې فعالیت کوي؛ پاکستانیو چارواکو ته سپارلی دی.  

خبرپاڼه زیاتوي؛ په دې نوملړ کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو او د حقاني ډلې د غړیو نومونه راغلي دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې پاکستانیو چارواکو نن سهار دغه نوملړ ته مثبت ځواب ویلی او دا هیله هم ښکاره شوې، چې په دې اړه به عملي ګامونه هم پورته شي.

د افغانستان اسلامی جمهوري دولت هیله من دی، چې دغه هېواد به په دې اړه مسوولانه هڅې تر سره کړي. 

ځینو سرچینو د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دغه ۳۲ روزنیز مرکزونه د پاکستان په سند، پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې دي.

 پاکستان هم اوړمه ورځ ورته یو نوملړ افغان حکومت ته سپارلی، چې له کونړ او ننګرهاره د دغه هېواد په وړاندې عملیات پلانوي.

افغانستان یو څل بیا ټینګار کوي، چې که د افغانستان د خلکو په وړاندې تاوتریخوالی روان وساتل شي؛ نو په پاکستان کې به د بېلابېلو ډلو په وړاندې د ملګرو ملتونو په همکارس بېلابېل بندیزونه ولګول شي.

Trending

Exit mobile version